لندن کې ډيورند جرګه د پنجاب پر سر کلک ګوزار
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

په لندن کې د ۲۰۱۱ کال د اپریل په ۲۳ مه ، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د لروبرو افغانانو یو شمېر مخکښو استازو د ډیورندکرښې د ناقانوني اوجعلیتوب ، د افغانستان ختیځو پولو ته د ځمکې بشپړتیا او د لوی افغانستان احیا او د لروبرو افغانانو د یووستون او پیوستون د ټینګتیا په اړه لومړی یوه پرتمینه غونډه ، له غونډې روسته لاریون او بیايي د انګلستان پارلمان په انګړ کې له ولولو او احساساتو ډک مټینګ جوړکړ .

غونډه کې چې د ډیورند جرګې او لروبرو افغانانو په نوښت د ډیورند تپلې او کرغېړنې کرښې د اصلي طراح او توطیه ګر انګلیس په زړه ، لندن ښار کې  جوړه شوې وه ټولو ویناوالو په یوه غږ او اواز چې د ګډونوالو لخوا بدرګه کېده دا ویناوې بیا بیا تکرار کړې چې ډیورند کرښې واحد افغان ملت په دوه برخو ویشلی دی . یو قوم او یو ټبر يي دوه ټوټې کړی . د کورنۍ غړي يي یوله بله جلا کړي . زوی له موره او ورور يي له وروره بېل کړی. یو ولس چې ګډ تاریخ ، ګډ کلتور ، ګډه ژبه او واحد دیني اعتقادات لري په دوه برخو جلاکړی او په پای کې يي پر یوه واحد ملت د بېلتون چاړه راکښلې او هغه يي په ټوټو سره ویشلای دی .

غونډې ته د لر افغانستان نامتو مشر د سوات افضل خان چې افغانان يي د ګرانښت له کبله لالا بولې په تلیفوني مرکه کې وویل : انګریزانو افغانستان په  بر افغانستان ، بلوچیستان ، محکومه او ازاده پښتونخوا څلور ټوټې کړی دی . ترڅو چې دا څلورواړه ټوټې سره یوځای او واحد افغانستان جوړ نشي له دې پرهر څخه به وینه بهیږي او دا ټوله سیمه به نارامه وي . خان لالا دا هم وویل چې کرښې ټول افغانستان سره ویشلی یوازې کوزه پښتوخوا نه چې ځني خلک فکر کوي . ډیورند کرښه د ټول افغان ګډه او شریکه معضله ده یوازې د براړخ او یا لر اړخ معضله نه ده . که هغې له کوزو افغانانو بر خلیک اخیستی ، د برو افغانانو برخلیک يي هم په غمیزو لړلی او ټول افغان ملت په یو کړاو او تلپاتې ناورین اخته دی .   

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان ختیځه پوله تر کومه ځایه رسیږي دا پښتو لنډۍ وویله :

تر مارګلې به درسره یم   **************  مارګلې اخوا دې خدای مل شه مسافره

خان لالا د یوه زړور افغان پتوګه د لوی افغانستان د بیا احیا له دې خوځښت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. 

همدارنګه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي ویاند هم د تلیفون په کرښه د واحد افغانستان ملي داعيي څخه خپل هراړخیز ملاتړ وښود او د لروبرو افغانانو له دې اقدام څخه يي چې د انګریز پارلمان غوږو ته ددې ملي داعيي غږ ورسوۍ خوښي څرګنده کړه .  

له غونډې روسته د انګلستان پارلمان مخې ته په مټينګ کې هم افغانانو په زغرده د هغو چلوټو له مخې پرده پورته کړه چې د تېرو ۱۱۷ کلونو راهیسې د ډیورند کرښې په تېرېدو سره د افغان واحد ملت او ټاتوبې په برخلیک يي اغیز ښندلی دی .

په مټينګ کې افغانانو د انګریز پارلمان مخاطب کړ : موږ د ډيورند تپلې او کرغېړنه کرښه نه منو او پخوا هم افغانانو هيڅکله نه ده منلې . لروبر افغانان یو واحد ملت دی او له امو څخه تر اباسینه پورې یوه خاوره او واحد افغانستان دی . مټینګ کې په دې خبره ځانګړې زوره واچول شوه چې د اوسنیو شخړو او جګړو اصلي لامل د ډیورند جعلې کرښه ده . ترڅو چې حق حقدار ته نه وي رسېدلی او افغانانو ته بېرته خپله خاوره نه وي ترګوتو شوي او د افغانانو په ټوله تاریخي سیمه د افغانانو واکمني نه وي ټینګه شوي ، په سیمه کې سوله او امن نه شي راتلای !

په دې خبره هم ټينګار وشو انګریزان چې د ډیورند کرښې یو اړخ جوړوي او دا کرښه د دوی په وسیله او چلوټه کښل شوې او اوس د همدې کرښې د میوو او خوږو په نتیجه ( ! ) کې د دوی او لویديځ  سرتېرې هم  په افغانستان کې وژل کیږي ایا وخت يي نه دی رسېدلی چې انګریز او لویدیځ ، د کرښې هغه خوا خاورې په بېرته ورکړه کې د افغانانو ملاتړ وکړي او ددې تاریخي شخړې حل له دې اسانې لارې راوباسي ؟

له ۱۱۷ کلو راهیسې چې د ډیورند تپلې کرښې له تاریخه تیریږي ، دا لومړي ځل دی چې لروبر افغانان په یوه  ژبه د انګریز د پارلمان په انګړ کې مخامخ  دا غږ اوچتوي چې موږ دا کرښه نه منو ! موږ واحد ملت یو او واحد افغانستان غواړو .

دې غږ په ریښتیا سره وښودله دا خبره چې پخوا افغانانو کوله چې که سل کاله روسته هم له دوښمنه غچ واخیستل شي بیا هم ناوخته نه دی ، موږ افغانان خپل غچ اخلو او خپل حق پېړۍ روسته هم چا ته نه پریږدو !

بلخوا دې غږ ټول افغانان او د هغوی دوستان خوښ کړل . دا غږ ددې پوښتنې او اندیښنې په اړه هم ښه ځواب و چې ویل کېده اوس د داسې ملي داعیي د غوښتنې او پورته کولو وخت نه دی . برعکس دا ډېر ښه فرصت او دا عمل زړور او کاري عمل راوخوت .

هغه ملت چې خپل حق ونه شي غوښتلای او د خپلو روا غوښتنو په ملاتړ سرښندنې ته تیار نه وي ، ځای ته نشي رسېدلای !

دې عمل وښوده چې افغانان هغه زړور ملت دی چې په هر حال خپل حق غواړي او ظالم ترې هیچیری هم  ځان نشي  ژغورلای .

که افغانانو د انګریز د پارلمان مخې ته پخپل غږ  د انګریز د ۱۱۷ کلونو پخوانۍ پریکړې د ناسموالي ، چلوټې او تیری راز رابربنډ کړ او دا يي وښوده چې کوږ بار تر مزل نه رسي او د درواغو مزل لنډ دی ، د پنجاب پر سر يي هم کلک ګوزار وکړ . پنجاب به په دې پوه شوی وي که افغانان د چلوټې له طراح انګریز څخه خپل حق غوښتلای او د هغه دروازه وهلی شي نو بیا پنجاب د  خپل بادار انګریز غلام څوک دی چې د افغانانو حق په بډه کړي !

د افغانانو دا زړور اقدام د زرګونو شاباس  وړ دی او په هر فرصت پکار ده چې په دې اړه لیکنې او څېړنې وشي او بلخوا پيل شوی غورځنګ باید  د بریا تر پولو بدرګه شي !

نور بیا

د ۲۰۱۱ کال د اپریل ۲۵ مه


April 26th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی